د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې انتخابات به د مئي په 14مه نيټه نه بلكې د اسمبلۍ دورې پوره كولو وروستو كولې شي

0
204

باغی ټی وی رپورټ

د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې انتخابات به د مئي په 14مه نيټه نه بلكې د اسمبلۍ دورې پوره كولو وروستو كولې شي۔

د جيو نيوز پروګرام “جيو پاکستان” کې خبرو کې رانا ثناءالله وويل، فتنې له ۲۰۱۴ کال راهيسې په هېواد کې د ګډوډۍ هڅې کوي، کله چې حکومت کې وو، هم په سړکونو وو، اوس به کله سړکونو ته راځي. نو د دوی حالت به د پخوا په پرتله توپیر ولري.

رانا ثناءالله وويل چې دا د مامي پلار کلچر خلک دي، يواځې په سوشل ميډيا احتجاج کولى شي، دا خلک تر شپږو ورځو په جيل کې نه شي پاتې کيدى.

وفاقي داخله وزير وئيلي دي چې انتخابات به د اسمبليو دوره ختميدو نه پس کيږي، د مئي په 14مه نيټه به انتخابات نه کيږي، د پاتې اسمبلۍ دورې ختميدو نه پس به په اکتوبر کښې انتخابات کيږي۔

هغه زياته کړه، چې محکمې پرېکړه کړې، خو ځينې لاملونه دي، چې عملي نه شول.

Leave a reply