د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اوړو بيې نورې هم لوړې شوې دي

0
162

باغی ټی وی رپورټ

په کوئټه کښي د اوړو نرخ پنځه څلويښت روپو نه تر يو نيم سل روپو پوري زيات شوے دے چي له وجي ئي خلق نور هم انديښمن شوي دي۔

د بازار د سرچينو د معلوماتو له مخې، د يوه کيلو اوړو بيه له ١٤٥ څخه ١٥٠ کلدارو او د يوه شل کيلو اوړو بيه له ٢٩٠٠ څخه ٣٠٠٠ کلدارو ته لوړه شوې ده.

بلخوا پيښور کښي د شل کلوګرامه ښه اوړو بيه 3500 روپو ته اوچته شوي ده۔

په عمده پلور بازار کې، د 20 کیلوګرامه مخلوط اوړه په 3,350 روپۍ پلورل کیږي.

د اوړو پلورونکي وايي، چې له پنجاب څخه د اوړو او غنمو پر صادراتو د بندیز له امله بیې نه راټیټې شوې.

Leave a reply