وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئيلي دي چي شاهد خاقان عباسي دي مفت آټو پيکج کښي د شل اربه روپو کرپشن ثبوت وړاندي کړي
باغی ټی وی رپورټ
بهاولپور: وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئيلي دي چي شاهد خاقان عباسي دي مفت آټو پيکج کښي د شل اربه روپو کرپشن ثبوت وړاندي کړي۔
د صوبايي حکومت د وړيا اوړو پېکج په اړه وفاقي وزير طارق بشير چيمه وويل د غنمو ورکولو د قومي فوډ سيکيورټي وزارت ذمه واري وه، مونږ هغه پوره کړې ده.
طارق بشير چيمه وويل، د چرګانو په خوراک کې د سويابينو استعمال روغتيا ته زيان رسوي، د سويابينو دوه کښتۍ بېرته لېږل شوي، پاکستان غنم او پنبه صادروله، اوس يې واردوي.
ده ووئيل چې شاهد خاقان عباسي دې په مفت آټو پېكج كښې د 20 اربه کرپشن ثبوت وړاندې كړي۔
طارق بشير چيمه د پي ټي آئي چيرمين عمران خان هم نيوکه کړې او وئيلي ئې دي چې عمران خان دروغجن دے، عمران خان اوس ريټائرډ شوے دے، هغه هيڅ سياسي مستقبل نه لري، پي ټي آئي مذاکراتو کښې سنجيده نه وه۔