د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۱۲ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
114

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۱۲ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

6 مئي 2023 شنبه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ١١٢٥٩٧ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د حمل له ثور ۸ څخه د ثور تر ۱۴مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ١١٢٥٩٧ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۱۱۱۶۵۹ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۷۳۴۲ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۹۲۳۵۷ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۱۲۸۹۸ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره میاشت کې څه باندې ۴۸۹ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۹۳۸ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.

Leave a reply