د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره میاشت کې څه باندې ۴۸۹ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

0
185

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره میاشت کې څه باندې ۴۸۹ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

1 مئي 2023 دوشنبه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره میاشت کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۴۸۹۷۹۸ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه میاشت د حمل له لومړۍ نیټې څخه د همدې میاشتې تر وروستۍ نیټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۴۸۹۷۹۸ ) میټریک ټنه انتقالات کړي.

 

په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۴۶۱۷۵۸ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د آقیني بندر له لارې ۴۷۵۶۵ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۳۷۰۸۰۸ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۷۱۴۲۵ ټنه راغلي.

اړوند موضوعات

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۷۰ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

 

همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره میاشت ۲۸۰۴۰ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه، ډبرو سکاره او نور شیان دي.

Leave a reply