ایران خپل یو تبعه د دوه ګوني تابعیت درلودو وروسته اعداموي

0
91

باغی ټی وی رپورټ

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، ایران د یوه سویډني تبعه چې د عربي بېلتون غوښتونکې ډلې مشري یې کوله، د اعدام حکم صادر کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې د حبیب فراج الله په نوم یو تبعه په ۲۰۱۸ کال کې پر یوه پوځي پریډ د برید په تور نیول شوی و چې ۲۵ کسان پکې وژل شوي وو.

حبیب الله فراج په ۲۰۲۰ کال کې په ترکیه کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او تهران ته انتقال شو، په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د راپورونو له مخې، حبیب الله په ۲۰۲۲ کال کې د بمي چاودنو او تروریستي اعمالو په ګډون د یوه بېلتون غوښتونکي غورځنګ د رهبرۍ په تور تورن شوی و، چې د ایران د اسلامي قانون له مخې په سزا محکوم شو.

له بلې خوا د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د حبیب الله فراج اعدام غندلی او ویلي یې دي چې د مرګ سزا غیر انساني او نه جبرانېدونکې سزا ده.

Leave a reply