خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چين د كشمير پشمول په هره مسله كښې د پاكستان ملاتړ كوي او پاكستان د يو چين تګلارې ملاتړ كوي

0
155

باغی ټی وی رپورټ

بلاول بهټو زرداري په اسلام اباد کې له خپل چينايي سيال سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، د چين د بهرنيو چارو له وزير سره د خبرو پر مهال پر مهمو مسايلو خبرې وشوې، د پاکستان او چين تر منځ دوستي ۷۰ کاله کېږي او د پاکستان او چين تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه خبرې وشوې. په دې خبرو کې پرېکړه وشوه چې پاکستان او چین به ستراتیژیکې اړیکې نورې هم پیاوړې کوي.

ده ووئيل د پاكستان او چين دوه اړخيزه ګټې او تجارتي اړيكې دي، سي پېك د دواړو هېوادونو ترمېنځه يوه مهمه پروژه ده، چين د كشمير په شمول په هره مسئله كښې د پاكستان ملاتړ كوي او پاكستان د يو چين تګلارې ملاتړ كوي۔

د بهرنیو چارو وزیر وویل، دواړه هېوادونه د یوه سوله ییز افغانستان په اړه موافق دي.

Leave a reply