هرات ولایت کې ۵۰۰ تنه د نشه یي توکو روږدي کسان تر درملنې وروسته د دغه ولايت په يوه کان کې په کار ګمارل شوي.

هرات ولایت کې ۵۰۰ تنه د نشه یي توکو روږدي کسان تر درملنې وروسته د دغه ولايت په يوه کان کې په کار ګمارل شوي.
4 مئي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د هرات ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ولایت کې د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت هغه ۵۰۰ تنه معتادین چې له درملنې وروسته روغ شوي تازه په دغه ولایت کې د یو کان د استخراج لپاره ګمارل شوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروګرام کې د هرات ولایت مقام، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت او د مالګې د استخراج شرکت استازی چې کان یې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې موقعیت لري، یاد د نشه یي توکو له درملنې څخه روغ شوي کسان وګمارل.
د هرات ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير زياته کړه، چې په نشه يي توکو ٥٠٠ روږدي کسان، چې څو مياشتې وړاندې تر رغېدو وروسته، نن يې په يوه شرکت کې د کار لپاره د ځاى موندلو له امله هغوى ته د کار کولو زمينه برابره شوه.
همدارنګه د دغو روغو شویو ناروغانو کورنیو هم د دې پروسې ملاتړ وکړ او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې مننه وکړه چې دوی ته د کار زمینه برابره کړې.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د معتادینو له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په نشه يي توکو د دغو روږدو کسانو يو زيات شمېر وايي چې د افغانستان له پولو بهر له کډوالۍ وروسته په نشه يي توکو روږد شوي دي.






