ټاکل شوې راتلونکې جمعه د بهرنیو سرپرست وزیر پاکستان ته لاړ شي

رویټرز خبري اژانس د دې سفر په اړه لیکلي، که څه هم پر امیرخان متقي له اوږدې مودې راهیسې ملګرو ملتونو د سفر بندیز لګولی، خو د امنیت شورا یوې کمېټې پرون نوموړي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې ده.
خبر کې راغلي چې نوموړی به د مې میاشتې له شپږمې تر نهمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو هم سره وګوري.
(2023 / 5 / 2 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
ټاکل شوې چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د همدې اونۍ په پای کې پاکستان ته سفر وکړي.
د دغه سفر هدف د دواړو لوریو تر منځ په یو لړ موضوعات بحث کول دي، لکه په افغاني توکو د پاکستان له لوري مالیه نه وضعه کول، همدارنګه دافغان حکومت له خوا پر پاکستاني توکو مالیه/ ټېکس کمول، پر امنیتي موضوعاتو د TTP پر فعالیتونو به بحث وشي.
رویټرز خبري اژانس د دې سفر په اړه لیکلي، که څه هم پر امیرخان متقي له اوږدې مودې راهیسې ملګرو ملتونو د سفر بندیز لګولی، خو د امنیت شورا یوې کمېټې پرون نوموړي ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې ده.
اړوند موضوعات: