ذبیح الله مجاهد: د THE RETURN OF THE TALIBAN کتاب د حسن عباس په نوم د یو استخباراتي مامور له لورې لیکل شوی او ادعاوې یې ټولې کاذبې دي.

ذبیح الله مجاهد: د THE RETURN OF THE TALIBAN کتاب د حسن عباس په نوم د یو استخباراتي مامور له لورې لیکل شوی او ادعاوې یې ټولې کاذبې دي.
2 مئي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د یوې تازه وضاحتي اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د طالبانو په اړه د حسن عباس په نامه د کوم استخباراتي مامور کتاب ټوله محتوه پر بې بنسټه تورونو او کاذبو ادعاوو بناء ده.
نوموړی وایي: د حسن عباس په نامه کوم استخباراتي مامور د (THE RETURN OF THE TALIBAN) په نامه یو کتاب لیکلی چې په هغه کې يې د افغانستان په اسلامي امارت او د اسلامي امارت په مشرانو بې اساسه او له واقعیتونو څخه لیرې تورونه پورې کړی دي.
په کتاب کې ادعاوې شوې چې ګنې د افغانستان اسلامي امارت استقلال نه لري او ګواکې کړه وړه يې د کوم بل هیواد د استخباراتي او نظامي چارواکو تر څار لاندې دي.
دغه استخباراتي مامور دې ته نه دی متوجه شوی چې اسلامي امارت د استقلال ګټلو، ساتلو او پاللو یو ویاړلی داستان او تاریخ لري چې هر معقول او منطقي کس که وغواړي چې د اسلامي امارت د مشرانو او کړنلارو د استقلال، خپلواکۍ او حریت په اړه پلټنه وکړي خورا اسانه او ژر دې نتیجې ته رسیدلی شي چې دا صف او دا مشران د ازادۍ او خپلواکۍ په هغه وروستي حد کې قرار لري.
زموږ په باور د حسن عباس په نامه کس د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی اجیر دی چې کوښښ يې کړی په خپله ناکامه هڅه سره دریاب ناپاکه کړي.
اسلامي امارت لکه څرنګه چې د خپلې خپلواکۍ او آزادۍ ګټلو لپاره څومره قربانۍ ورکړی، همدا ډول تیار دی چې د آزادۍ او خپلواکۍ ساتلو لپاره هم قرباني ورکړي او خپل استقلال په هيڅ قیمت د هيڅ کوم هیواد او استخباراتي جال په لومو کې نه ښکیل کوي.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: په افغانستان کې موږ هېڅ امریکايي بندي نه لرو.
زموږ هیوادوال د اسلامي امارت مشران له نیږدې پيژني او کلک باور پرې لري، دا ډول استخباراتي دسیسي نشي کولای زموږ د نظام او مشرانو په اړه جوړ ذهنیت مغشوش کړي او خپل شوم عزائم ترلاسه کړي.






