په پاکستان کې د خبریالانو په وړاندې بریدونه او ګواښونه په سلو کې ۶۰ زیات شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې د خبریالانو په وړاندې بریدونه او ګواښونه په سلو کې ۶۰ زیات شوي دي.
په هېواد کې د رسنیو د څار بنسټ د ازادۍ شبکې یو راپور خپور کړی، چې له مخې یې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او بریدونو ۱۴۰ پېښې شوې دي.د راپور له مخې، اسلام اباد د خبريالانو د شکنجې د ۵۶ قضيو سره لومړی، په پنجاب کې د خبريالانو د شکنجې ۳۵ او په سند کې ۲۳ پېښې لري.راپور زیاتوي چې په پاکستان کې د مطبوعاتو له ازادۍ څخه سرغړونې هر کال په پرله پسې ډول زیاتیږي.






