د تعلیم وفاقي وزیر رانا تنویر وايي پاکستان په نړۍ کې تر ټولو زیات سکول نه بهر ماشومان لري
باغي ټی وی رپورټ
د تعلیم وفاقي وزیر رانا تنویر وايي پاکستان په نړۍ کې تر ټولو زیات سکول نه بهر ماشومان لري.
په پاکستان کې سکولونو ته د ماشومانو د نه تلو په اړه په قومي اسمبلۍ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې رانا تنوير وويل په پاکستان کې ٢٣ ميليونه ماشومان سکولونو ته نه ځي.
د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير وئيلي دي چې پاکستان په نړۍ کې تر ټولو زيات سکول نه بهر ماشومان لري.
رانا تنویر وویل چې هدف یې دا دی چې د جون تر ۳۰ پورې په اسلام اباد کې د سکولونو نه بهر ماشومانو شمېر صفر ته ورسوي.