روسیې ویلي چې افغانستان کې د ناټو له پاتې وسلو دې ناسمه ګټه نه اخیستل کېږي

0
71

روسیې ویلي چې افغانستان کې د ناټو له پاتې وسلو دې ناسمه ګټه نه اخیستل کېږي

روسیه وایي په افغانستان کې دې د امریکا له پاتې وسلو د ورانکاره موخو لپاره ګټه نه اخیستل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي.

 

(2021 /  10 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

روسیه وایي په افغانستان کې دې د امریکا له پاتې وسلو د ورانکاره موخو لپاره ګټه نه اخیستل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي.

د دۀ په خبره د ناټو په بېړه تګ په افغانستان کې ګډوډي رامنځ ته کړه چې له امله یې ددغه بنسټ وسلې او تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړې له دغه وسلو او مهماتو باید په ورانکاره فعالیتونو کې ګټه وا نه خیستل شي او ښه ده چې په افغانستان کې دایمي ثبات وساتل شي.

د دۀ  په خبره طالبانو ژمنه کړې ده چې د نشه يي توکو پر وړاندې به مبارزه کوي، ترهګرې ډلې به ځپي او په دې برخه کې د سیمې هېوادونه باید همکاري ډېره کړي.

Leave a reply