د افغانستان تازه میوو او سبزیو صادرونکو تاجرانو ته باور ورکړې شو

0
77

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان ګډ سوداګریز او صنایعو خونې پلاوي غړو پاکستاني چارواکو ته په ډاګه کړه چې نن سبا په افغانستان کښې د تازه میوو سیزن دې او په تورخم پوله ددې میوو نه ډګ ټرکونه باید زر کلییر شی چې پاکستان ته داخل شي چې دا تازه میوې د خرابیدو نه بچ شي.

د پاکستان کسټم ډیپارټمنټ کراچي یو مشر حبیب احمد په دې موقع افغان سوداګرو ته ډاډ او باور ورکړې چې په تورخم پوله به د افغانستان د تازه میوې ټرکونو زر کلیرینس وشي او دوی ته به په پوله زر اجازت ورکړل شي چې پاکستان ته داخل شي او تازه میوه خرابه نه شي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرو او د سرکاری چارواکو به دې غونډه کښې افغان سوداګرو اوویل چې په افغانستان کښې د تازه میوې پیداوار ډیر زیات شوې دې او که د افغانستان نه ددې میوې صادرولو لپاره په پوله اسانتیاوي پیدا شي نو دې سره به د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ډیره وده وکړي، د پاکستان او افغانستان قومي خزانو ته به ډیره مالي ګټه ورسي او د پاکستان او افغانستان اولس ته به د روزګار موقعې هم په لاس راشي.
یاده دې وی چې څو کاله وړاندې د افغانستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت دو اربه ډالر وو چې وس دا تجارت ډیر کم شوې دې، دا خبره هم د یادونې وړه ده چې د پاکستان کراچۍ ښار نه د این ایل سي په کانټینر ټرک کښې د پاکستان صادرات د ۲۸ ستمبر نه اووم اکتوبر پورې د ایران په لار ترکي ته رسیدلې دې، د پاکستان د تجارت او د قامي خزاتې ته د ګټه رسولو متعلق دا یو لوی خبر او زیرې دې.
د افغانستان سوداګر هم دلته دا غوښتنه کوي چې د کراچۍ نه دې د افغانستان د ټرازټ ټریډ ګاړو مالونو ته استانیاوي پیدا شي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت وده وکړي.

Leave a reply