هند او روسیې پر افغانستان خبرې کړې دي

0
187

هند او روسیې پر افغانستان خبرې کړې دي

د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په قرغزستان کې کتلي دي.

 

(2021 / 10 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په قرغزستان کې کتلي دي.

دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان خبرې کړې دي. روسیې ویلي چې دوی د سیمې وضعیت له نږدې څاري او د سیمې هېوادونه به په ګډه په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کوي.

هندي لوري ویلي چې دوی په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو اندېښنه لري نو د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې ددغه اندېښنو د ختمولو لپاره سره یو لاس شي.

دواړو چارواکو د افغانستان په اړه پر نورو خبرو او بحثونو هم ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هند لۀ امریکا سره هم د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې وې.

 

Leave a reply