قزاقستان ویلي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره کار وکړي

هغه ویلي چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او ټول په دې باور دي چې د افغانستان له ثبات پرته د سیمې او نړۍ ثبات ناشونی دی.
نوموړي ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي او ددغه هېواد د اقتصادي پراختیا او ودې لپاره دې کار وشي.
(2021 / 10 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قزاقستان وایي نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅه وکړي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې پر افغانستان خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او ټول په دې باور دي چې د افغانستان له ثبات پرته د سیمې او نړۍ ثبات ناشونی دی.
نوموړي ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي او ددغه هېواد د اقتصادي پراختیا او ودې لپاره دې کار وشي.
ددې تر څنګ د ګڼو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سولې او ودې لپاره هڅې ډېرې کړي.