شمالي کوریا وايي چې تر غږ بل توغندی ئې هم آزمویلی دی

0
106

شمالي کوریا وايي چې تر غږ بل توغندی ئې هم آزمویلی دی

کیم جونګ اون د همدې توغندي د ازموینې پر مهال ویلي چې که چېرته امریکا په سیمه کې له ناوړه سیاستونو په شا نه شي نو دوی به هم د ورته توغندیو جوړولو او ازمویلو ته دوام ورکړي.

 

(2021 /  10 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

شمالي کوریا د دغه هېواد د رهبر کیم جونګ اون په حضور کې تر غږ چټک بالستیک توغندی ازمویلی دی.

د هوواسونګ په نوم د دغه توغندي په اړه ډېر لږ جزیات رسنیز شوي دي او هغه دا دي چې یاد توغندی اټومي سرګلوله لېږدوي او منځنی واټن ویشتلی شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې شمالي کوریا د هوواسونګ اته په نوم یو بل توغندی هم په بریالۍ توګه ازمویلی دی.

کیم جونګ اون د همدې توغندي د ازموینې پر مهال ویلي چې که چېرته امریکا په سیمه کې له ناوړه سیاستونو په شا نه شي نو دوی به هم د ورته توغندیو جوړولو او ازمویلو ته دوام ورکړي.

دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ دې وروستیو کې د شمالي کوریا، امریکا او روسیې تر منځ د توغندیو آزمویلو پر سر سیالۍ روانې دي.

 

Leave a reply