المان وايي تر څو چې ټولشموله نه شي افغان حکومت په رسمیت نه پېژنو
المان وايي تر څو چې ټولشموله نه شي افغان حکومت په رسمیت نه پېژنو
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم یو شمېر هېوادونو ورته څرګندونې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې څو پورې طالبان بشري حقونه رعایت او ټولشموله حکومت جوړ نه کړي تر هغو به یې په رسمیت ونه پېژني.
(2021 / 10 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ویلي چې هېواد یې لا هم دې چمتو نه دی چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړې زیاته کړې، څو پورې چې افغان حکومت ټولشموله شوی نه وي او د یو ټولشموله حکومت ټول معیارونه یې پوره کړي نه وي تر هغو پورې به دوی د افغانستان حکومت په رسمیت ونه پېژني.
میرکل دا څرګندونې د جي شل هېوادونو تر ناستې وروسته یو خبري کنفرانس ته کړې دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم یو شمېر هېوادونو ورته څرګندونې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې څو پورې طالبان بشري حقونه رعایت او ټولشموله حکومت جوړ نه کړي تر هغو به یې په رسمیت ونه پېژني.
په همدې حال کې ا.ا ویلي چې دوی د ټولشموله حکومت جوړولو ته چمتو دي خو په دې برخه کې د چا فرمایش نه شي منلی.