د مسلم ليګ (ن) مشر طلال چوهدري وئيلي دي چې عمران خان يو مشر نه بلکه يو ښه خرڅوونکی دے

0
74

باغي ټی وی رپورټ

په پنجاب کې د پي ټي آئي د ټکټونو د وېش په اړه د فواد چوهدري د بيان په ځواب کې طلال چوهدري وويل چې فواد صاحب! راته ووایه چې څومره پیسې راټولې شوې؟

هغه وپوښتل چې ټکټ په څو کروړه روپۍ خرڅ شو؟ د هغو بې وزلو خلکو پیسې بیرته ورکړئ چې ټکټونه نه دي ورکړل شوي.

طلال چوهدري وويل خان صاحب يو ليډر نۀ بلکې يو ښه خرڅوونکى دى، که تاسو ساعت خرڅول غواړئ، د سينيټ څوکۍ خرڅول غواړئ، د پارټۍ چوکۍ خرڅول يا انتخابي ټکټ خرڅول غواړئ.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي مرکزي مشر فواد چوهدري په ټويټر خپل يو بيان کښي وئيلي دي چي د پنجاب اسمبلي ټولو 297 سيټونو لپاره ټکټونه جاري کړي شوي دي او د پنجاب څلور سيمو کښي اپيل کميټي هم جوړي شوي دي۔

ده ووئيل د ټېكټ په اړه د نظرثانۍ لپاره اپيل كولې شي٬ عمران خان به پخپله د ټولو اپيلونو حتمي فيصله كوي۔

Leave a reply