د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د واکمن ګوندونو د اعليٰ سطحې مشاورتي غونډه شوې چې پکښې د ملک په صورتحال تفصيلي غور اوکړے شو

0
91

باغي ټي وی رپورټ

د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې په دې ملاقات كښې په آئيني او قانوني چارو د راتلونكې تګلارې په اړه خبرې وشوې او په دې موقع په هېواد كښې د نگران حكومتونو په لړ كښې د عامو انتخاباتو په دريځ هم خبرې وشوې۔

د بيان له مخې په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې له اختر وروسته دې د واکمن ګوندونو سرمشريزه غونډه راوبلل شي، د ټاکنو په تړاو د ايتلافي ګوندونو تر منځ د مشورو لړۍ روانه ده، لومړي وزير په دې اړه يوه کمېټه هم جوړه کړې ده. دا

بیان کې ویل شوي چې د بلاول بهټو او مولانا فضل الرحمان ملاقات هم د همدې سلسلې یوه کڼده ده او د وزیراعظم سره د جماعت اسلامي د امیر ملاقات هم د دې عمل برخه ده.

د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې یو ځل بیا ټینګار شوی، چې موږ پر اساسي قانون، ولسواکۍ او د ټاکنو په ترسره کېدو بشپړ باور لرو، هېڅکله مو د مذاکراتو دروازې د چا پر مخ نه دي تړلې.

Leave a reply