په ننګرهار ولايت کښې بزګرانو سره مرسته شوې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې بزګرانو سره مرسته شوې ، ۳۰۰ بزګرانو ته تخمونه او نور وسايل ورکړي دي . بزګرانو د افغانستان حکومت څخه مننه وکړه چې دوی ته تخمونه او نور وسايل ورکړل .د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مطابق په ننګرهار ولايت کښې ۳۰۰ بزګرانو ته د سبزيجاتو تخمونه او کرنيز وسايل وويشل شول.
د رپورټ مطابق په ننګرهار ولايت کې د دويم ملي لومړيتوب برنامې له لوري ۳۰۰ بزګرانو سره د ژمنيو سبزيجاتو تخمونو او کرنيزو وسايلو مرسته وشوه.
ياده دې وي چې کله نه چې د افغانستان اسلامي امارت نوی حکومت جوړ کړي او اعلان ی کړې نو دې حکومت د افغانستان اولس لپاره دخير ښيګړې چارې هم پيل کړي دي . په رسنیو کښې خبرونه خپریږي چې د امارت اسلامی مشران په بیله بیلو ولایتونو کښې افغان اولس ته بشري مرستې رسوي.
ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د سبزيجاتو تخمونه او کرنيز وسايل وويشل شول.
ننګرهار ولايت کې د دويم ملي لومړيتوب برنامې له لوري ۳۰۰ بزګرانو سره د ژمنيو سبزيجاتو تخمونو او کرنيزو وسايلو مرسته وشوه. pic.twitter.com/n2o7hBcFjF— RTA Pashto (@rtapashto) October 13, 2021





