جماعت اسلامي له چودري شجاعت څخه د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې
باغي ټی وی رپورټ
لاهور: جماعت اسلامي له چودري شجاعت څخه د سیاسي کړکېچ د کمولو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې.
د جماعت اسلامي مشر لياقت بلوچ په لاهور کې د (ق) ليگ له صدر چوهدري شجاعت سره ليدلي چې پکې چوهدري سرور او چوهدري شفيع هم موجود وو، په دغه مهال لياقت بلوچ د سياسي کشمکش په کمولو کې د (ق) ليگ له مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې موقع چوهدري شجاعت اوويل چې هغه هم د سياسي بحران ختمول غواړي تر څو هېواد مخ په وړاندې لاړ شي، په اول ځل اداراې په ستونزو كښې دي كوم چې په هيڅ صورت مناسب نه دي۔
د پنجاب پخواني ګورنر چوهدري سرور ويلي چې د سياسي بحران ختمولو لپاره بايد په يوه ورځ انتخابات وشي، اقتصادي حالت د تکراري انتخاباتو امکان نه شي لرلی.