اوبو او انرژۍ وزارت له ګلبهار انویست شرکت سره د ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا د تولید همکارۍ تړون لاسلیک کړی.

0
115

اوبو او انرژۍ وزارت له ګلبهار انویست شرکت سره د ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا د تولید همکارۍ تړون لاسلیک کړی.

19 اپریل چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې، په داسي حال کې چې د دغه وزارت د انرژۍ معین ملا عبدالقاهر ادریس، رئیسانو او تخنیکی مسئولینو شتون درلود، د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د ګلبهار انویست شرکت له رئیس حاجي ګلبهار حبیبي سره د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 

دغه هوکړه لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید فابریکي جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د پانګونې چارو د پرمخ وړلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د ګډو تخنیکي همکاریو په موخه لاسلیک شو.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ګلبهار انویست شرکت له رئیس او مسؤلینو سره کتلي او د ډبرو سکرو څخه د بریښنا په تولید خبرې کړي.

 

د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د ګلبهار ګروپ شرکت مسئولينو، د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچينو څخه د 100 تر 200 میګاواټو په ظرفيت د برېښنا د توليد فابريکې جوړولو لېوالتيا څرګنده او د چارو د همغږي هوکړه یې وکړه، ترڅو ژر تر ژره د دواړو لورو ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک شې.

Leave a reply