قطر وايي چې نوی حکومت دې د خپلو خلکو پر وړاندې مسوولانه چلند کوي

قطر وايي چې نوی حکومت دې د خپلو خلکو پر وړاندې مسوولانه چلند کوي
قطر وایي د طا لبانو په رسمیت پېژندل دمګړی د نړۍ لومړیتوب نه دی.
د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني ویلي دمګړی ټوله نړۍ دا غواړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پيل شي.
(2021 / 10 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قطر وایي د طا لبانو په رسمیت پېژندل دمګړی د نړۍ لومړیتوب نه دی.
د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني ویلي دمګړی ټوله نړۍ دا غواړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پيل شي.
دده په وینا د طا لبانو په رسمیت پېژندل دمګړی لومړیتوب نه دی او نړۍ هم په دې وضعیت کې دې خبرې ته اماده نه ده. القحطاني پر طا لبانو غږ کړی چې د یوه مسوول دولت په توګه چلند وکړي، د خپلو خلکو حقونه خوندي کړي، د مېرمنو حقونه رعایت کړي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
هغه ټینګار کړی چې نړیوال هم باید د افغانستان له نوي دولت سره تعامل ته ادامه ورکړي او ورو ورو دې د رامنځ ته شوي ناورین د ختمولو لپاره لاس په کار شي.
تر دې وړاندې هم قطر پر طالبانو غږ کړی ؤ چې “دوی کولی شي زموږ له دولت څخه چې اسلامي نظام دی تقلید وکړي” .






