هندي حکومت ویلي چې د افغان محصلینو د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات وکړي

0
279

په ممبی کې د افغانستان قونسلګري وایي له هندي چارواکو سره یې پر له پسې اړیکې نیولې دي او دوی ورسره منلې چې د مېشتو افغان محصیلیونو وېزې به په انلاین توګه تمدیوي او همدا راز هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي کولی شي له خپلو اړوندو پوهنتونو سره په تفاهم انلاین زده کړو ته ادامه ورکړي او که یې اړتیا وه په انلاین توګه د وېزې غوښتنه کولی شي.

(2021 / 10 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

په هند کې د افغانستان سفارت وایي چې هلته د مېشتو محصلیونو او هغو کسانو ستونزه یې حل کړې چې نوي د هند بورسیو ته بریالي شوي دي.

په ممبی کې د افغانستان قونسلګري وایي له هندي چارواکو سره یې پر له پسې اړیکې نیولې دي او دوی ورسره منلې چې د مېشتو افغان محصیلیونو وېزې به په انلاین توګه تمدیوي او همدا راز هغه کسان چې په افغانستان کې پاتې دي کولی شي له خپلو اړوندو پوهنتونو سره په تفاهم انلاین زده کړو ته ادامه ورکړي او که یې اړتیا وه په انلاین توګه د وېزې غوښتنه کولی شي.

همدا راز بېلو سکالرشېپونو ته نوي بریالي شوي محصلین هم کولی شي له خپلو پوهنتونونو سره خبرې وکړي او په انلاین توګه د وضعیت تر ښه کېدو پورې زده کړو ته ادامه ورکړي. قونسلګرۍ همدا راز ویلي چې دوی هڅه کوي د ستونزو د بشپړ حل په موخه له هندي لوري سره خپلو خبرو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply