ملګري ملتونو ویلي چې افغانستان کې د مرستو رسولو فرصت په کمېدو دی
دده په خبره فرصت مخ په کمېدو دی او سوړ ژمی په افغانستان کې را روان دی چې د بشري مرستو رسول به ګران کړي. هغه پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې ژر تر ژره د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.
(2021 / 10 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو د رسولو فرصت په کمېدو دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې میلیونونه وګړي د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشري مرستو ته اړتیا لري.
دده په خبره فرصت مخ په کمېدو دی او سوړ ژمی په افغانستان کې را روان دی چې د بشري مرستو رسول به ګران کړي. هغه پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې ژر تر ژره د افغانستان د خلکو لاسنیوی وکړي او رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.
تر دې وړاندې هم د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وو چې هېوادونه دې ژر تر ژره د مرستو په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي او د ژمي تر رسېدو مخکې باید د اړمنو لاسنیوی وشي.










Leave a Reply