په کابل کې د قرغزستان هیواد شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي رئیس سره کتلي.

0
104

په کابل کې د قرغزستان هیواد شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي رئیس سره کتلي.

18 اپریل سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د قرغزستان جمهوریت شارژدافیر سنجر الګوژویف د یاد وزارت د درېیم سیاسي رئیس ښاغلي ذاکر جلالي سره په کابل کې د خپل ماموریت د پای په مناسبت د مخه ښې لیدنه وکړه.

 

په دې ناسته کې د افغانستان او قرغزستان پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وشوې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته د دواړو هېوادونو دیپلوماتیکو اړیکو کې د لاسته‌راوړنو یادونه وشوه.

 

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس قرغزستان سره د ا. ا. ا. اړیکې ښې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې په کابل کې د قرغزستان جمهوریت نوي شارژدافیر ښاغلي دانیار ژولچایف سره ښې کاري اړیکې ولري.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د پاکستان شارژدافير سره په پاکستان هیواد کې د افغاني بندیانو په اړه خبرې اترې کړي.

 

د قرغزستان جمهوریت شارژدافیر د خپل ماموریت پرمهال د ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه په راتلونکي کې هم له مشترکو فرصتونو څخه د دواړو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.

Leave a reply