د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند د لوړو پوړو مسؤلینو په ملتیا د ګلبهار پلازا رغنیزې پروژې د چارو پرانیسته وکړه.

0
141

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند د لوړو پوړو مسؤلینو په ملتیا د ګلبهار پلازا رغنیزې پروژې د چارو پرانیسته وکړه.

17 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اقتصادي مرستیال په لاس د ګلبهار پلازا رغنیزې چارې پرانیسته ترسره شوه چې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې نوموړي وویل د اسلامي امارت په راتګ سره بشپړ امنیت تأمین شوی او په هېواد کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې چې د دغه زېربنا پرانیسته یې یوه ښه نمونه ده.

 

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد آبادول، خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول خپل مسوولیت بولي او د دغه موخې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د لویو سړکونو رغول، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او دېته ورته نورې لویې زېربنايي پروژې په نږدې راتلونکي کې پيل کړي، چې د اوسپنې پټلۍ شبکو په رامنځته کېدو سره به افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل نقطه وګرځي.

 

ملا برادر اخوند له هېواده بهر ملي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

 

نوموړي همدا راز زیاته کړه، اسلامي امارت په ټول توان سره د دوی د سر او مال امنیت خوندي کوي، دوی ته یې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او مل راغلي پلاوي سره کتلي.

 

ګلبهار پلازا هستوګنیز او سوداګریز مرکز د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د خصوصي سکټور لخوا جوړیږي، چې سلګونه هټۍ او هستوګنیز کورونه پکې شامل دي. په یاده پروژه 70 میلیون ډالره پانګونه کېږي چې په درېیو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Leave a reply