د اوسپنې پټلۍ لوړ رتبه افغان او ايراني چارواکو له خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څخه لیدنه کړی.
د اوسپنې پټلۍ لوړ رتبه افغان او ايراني چارواکو له خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څخه لیدنه کړی.
12 اپریل چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي او د ایران اوسپنې پټلۍ شرکت معاون ښاغلي داودي او ورسره مل پلاوي د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ۳مې ټوټې څخه ليدنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه لوریو د اوسپنې پټلۍ د وروستي وضعیت تر کتنې وروسته، د غوریان ولسوالۍ په روزنک ستیشن کې ګډه ناسته وکړه او تاکید وشو چې هر څومره ژر کېدای شي باید له دې مسیر څخه د سوداګریزو توکو انتقالات پیل شي.
اړوند موضوعات
اوسپنې پټلۍ اداره: له خواف- هرات اوسپنې پټلۍ څخه افغان او ایراني هیئت لیدنه ترسره کړی.
یاده دې وي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ فعالیتونه لوړ او اوس دا دی د ایران خواف او افغانستان هرات تر مینځ د پټلۍ جوړولو چارې پر مخ روانې کړي.
حماد