افغانان غواړي واپس خپل هیواد ته لاړ شي
باغي ټي وی رپورټ
افغانستان نه د بهرني ځواکونو د وتلو نه پس په زرګونو شمیر کښې افغانانو هم د افغانستان نه د بهر هیوادونو په لور سفر کړې دې، په رسنیو کښې داسې رپورټونه چاپ شوي چې هغه افغانان چې په بهر هیوادونو کښې دی، د ژوند ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.
د کاکتو خبري اژانس د یو رپورټ مطابق په بریتانیان کښې یو شمیر افغان مهاجرین افغانستان ته د بیرتګ تګ غوښته کړې ده. د رپورټ مطابق په دې هیواد کښې په هوټلونو کښې د ژوند ناوړه وضعیت دې او ددوی روغتیا ته د پاملرنې د نشتوالي له وجهې افغان وګړي سختو ستونزو سره مخ دي.
د رپورټ مطابق د ژوند دې سختو ستونزو له وجهې افغانان غواړي بیرته خپل هیواد ته راستان شی . یاده دې وی چې په رسنیو کښې د چاپ شوي رپورټونو مطابق د ۶۰ زره نه زیات افغان وګړي امریکا ته تللی دي ، په زرګونو شمیر کښې افغانان د بریتانیه هیواد ته هم رسیدلي دي.
د رپورټونو مطابق په امریکا کښې یا د امریکې هیواد نه بهر هم دا افغانان په د امریکایی فوځونو لپاره جوړ شوي کیمپونو کښې ژوند تیروی، یاده دې وی چې په رسنیو کښې داسې رپورټونه هم چاپ شوي دي چې په قطر هیواد کښې ۲۰۰ داسې افغان ماشومان چې دوی بغیر د مور او پلار د بهر هیوادونو په سفر روان وو په قطر هیواد کښې خیریه سازمان ته سپارل شوي دي.
د کاکتوس خبري اژانس د خبر له مخې؛ په بریتانیا کې یو شمېر افغان مهاجرینو افغانستان ته د بېرته تګ غوښتنه کړې ده. په هوټلونو کې د ژوند ناوړه وضعیت، د روغتیا پاملرنې نشتوالي او د کوربه هېواد نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې دوی یې بېرته تګ ته اړ کړي دي. pic.twitter.com/aCp7vWM8dl
— BNA Pashto (@bnapashto) October 12, 2021