داعش ګروپ په ضد کاروایی، طالب امنیتي پولیسو کسان نیولي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې د داعش ډلې په ضد د اسلامی امارت ځانګړي ځواکونو عملیات شروع کړي دي، په یو خبر کښې زیاتوي چې د پکتیا ولایت کښې د علمیاتو په وخت د داعش ډلې سره په تور کښې پینځ کسان نیول شوي دي.
د رپورټ مطابق د پکتیا ولایت په احمد آباد سیمه کښې د طالب امنیتي ځواکونو په دې سیمه کښې د داعش ډلې په ضد عملیات پیل کړي وو، د رپورټ مطابق امارت اسلامی ځواکونه پینځه داسې کسانو ونیول چې په دوی تور دې چې دا کسان د داعش ډلې سره اړیکې لری او په سیمه کښې بدامنی خپروي.
یاده دې وی چې طالب مشرانو په بیان کښې ویلي دي دوی به وکولې شی چې د داعش په ضد ګامونه اوچت کړي او افغانستان د داعش ډلې نه پاک کړي.
#Daesh_arrested!#پکتیا میں امارت اسلامی افغانستان کی سکیورٹی فورسز کی جانب سے ایک کارروائی کے دوران ، داعش گروپ کی رکنیت کے سلسلے میں پانچ افراد کو گرفتار کیا گیا۔
یہ آپریشن صوبہ کے ضلع احمد آباد میں کل رات کیا گیا۔#Taliban pic.twitter.com/QIE0FHa6Pe— افغان خبرنامہ اردو (@khabar_afghan) October 12, 2021






