ایران د کندوز متاثره کورنیو ته مرستې رالیږلي

0
78

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په کندوز ولایت په خان آباد بند جماعت کښې د تیرې جمعې په ورځ یوې چاودنې ګنر شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، نن د ایران هیود نه د کندوز د جمعې ورځې متاثره کورنیو لپاره مرستې راولیږل شوې.

دا مرستې د ایران هیواد نه د الوتکې په ذریعه کندوز ته راوړل شوي او د کندوز متاثره کورینو ته ورسول شوې، یاده دې وی چې د تیرې جمعې په رځ په اتم اکتوبر د جمعې به نمانځه کښې د خان آباد بندر په جماعت کښې یو چاودنه وشو چې پکښې ۴۶ کسان اووژل شول، یاده دې وی ددې برید ذمه واري داعش ډلې په خپله غاړه اخستې وه.
د افغانستان د امارت اسلامی حمایت کوونکې سیاسي او غیرسیاسي مشران که یو طرف د امارت اسلامی افغانستان د تیرو دو میاشتو د حکومت ستاینه کوی چې په دې حکومت کښې هیچا سره هم زور زیاتې نه کیږي، په ملک کښې د فساد مخه ونیول شو، هیڅ غله او دهوکه نه کیږي خو بل طرف په دې هیواد کښې د داعش بریدونو په اړه دفاعي کارپوهان وایی چې که چرې په افغانستان کښې د داعش ډلې داسې بریدونو پیل شو نو دا به افغانستان اسلامی امارت لپاره یو ډیر لوي ګواښ شي خو بل طرف طالب مشرانووایی چې دوی طاقت لري چې د داعش ډلې په ضد ګامونه پورته کړي.

Leave a reply