افغانستان کښې دا تیرڅو کاله حکومت نه وو، فقط شرکت وو: افغان قومی مشر،حمیدالله هوتک

افغانستان کښې دا تیرڅو کاله حکومت نه وو، فقط شرکت وو: افغان قومی مشر،حمیدالله هوتک
په افغانستان کښې تیر ۵۰ کاله کاروباراو دوکانداري روانه وه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د پښتو ژبې ټي شمشاد ټي وي په تاوده بحثونو مرکه کښې د افغانستان اسلامی امارت د دو میاشتو حکومت په اړه یوه ځانګړې مرکه او څیړنه تابیا کړې وه ، په دې مرکه کښې د افغانستان نوموړي سیاسي شخصیتونه د امارت اسلامی په دوه میاشتې حکومت رنړا واچوله.
ددې پروګرام کوربه دا تصدیق کوي چې په دې هیواد کښې د پخوانیو حکومتونو په شا غلاګانې نشته، دلته وس فساد ختم شوې دې خو کوربه شکایت کو ي چې د عام وګړو ژوند نن سبا د سختو مالي ستونزو سره مخ دې.
حمیدالله هوتک، قامی مشر، په تاوده بحثونو پروګرام کښې د افغانستان په پخواني حکومتونو سخت تنقیدونه وکړه، نوموړی اوویل چې په افغانستان کښې تیر ۵۰ پنځوس کاله څه حکومت نه وو او په دې هیواد کښې یو قسم کاروبار او دوکانداری روانه وه.






