م،م: د مېرمنو لۀ حضور پرته د افغانستان اقتصاد وده نشي کولی د ملګرو ملتونو

0
292

م،م: د مېرمنو لۀ حضور پرته د افغانستان اقتصاد وده نشي کولی

د ای پي اژانس د راپور له مخې، نوموړي خبریالانو ته ویلي چې طا لبان باید د بشري حقونو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او دا موضوع له پامه ونه غورځوي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی دا مسئله له پامه نه غورځوي او په خبره یې اوسمهال هم دوی هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې اترې کوي.

 

(2021 / 10 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې طالبانو لۀ افغان مېرمنو او نجونو سره پر کړو ژمنو وفا نه ده کړې.

د ای پي اژانس د راپور له مخې، نوموړي خبریالانو ته ویلي چې طا لبان باید د بشري حقونو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او دا موضوع له پامه ونه غورځوي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی دا مسئله له پامه نه غورځوي او په خبره یې اوسمهال هم دوی هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې اترې کوي.

ګوترش دغه راز ویلي چې د افغانستان اقتصاد ۸۰ سلنه په غیر رسمي ډول چلېږي او ښځې په کې مرکزي رول لري نو له مېرمنو پرته د افغانستان اقتصاد هم په پښو نه شي درېدلی.

هغه څرګنده کړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور روان دی او ټولو ته په کار ده، داسې لارې ولټوي چې د افغانستان اقتصاد بیا ساه واخلي.

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې وویل چې د افغانستان اقتصاد د سقوط پۀ حال کې دي او که نړیوال مرستې ونکړي د افغانستان اقتصاد به ډېر ژر سقوط وکړي.

تېره ورځ بیا ملګرو ملتونو په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان د سقطو د مخنیوي په خاطر باید له افغانستان سره نغدې مرستې وشي.

 

Leave a reply