افغان ایلېون لوبډلې په تمریناتي لوبه کې قطر ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

0
78

په پیل کې د لوبې پچه افغان ایلېون لوبډلې وګټله چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ ویکټو په ورکولو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې یې سیالې لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای، د ټولو اورونو په لوبولو سره یې د ۷ ویکټو په سوځېدو ۱۰۵ منډې وکړې او ماتې یې ومنله.

(2021 / 10 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

افغان ایلېون لوبډلې په قطر کې د خپل تمریناتي کمپ ترڅنګ د یوې تمریناتي لوبې په ترڅ کې د قطر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په پیل کې د لوبې پچه افغان ایلېون لوبډلې وګټله چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ ویکټو په ورکولو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې یې سیالې لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای، د ټولو اورونو په لوبولو سره یې د ۷ ویکټو په سوځېدو ۱۰۵ منډې وکړې او ماتې یې ومنله.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال افغان ملي لوبډله د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په موخه په قطر کې پر تمریناتي کمپ بوخت ده چې ټاکل شوې ډېر ژر په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه د متحده عربي اماراتو پر لوري وخوځیږي.

Leave a reply