روغتیا وزارت وايي چې له روغتیایي سکتور سره مرسته د نړیوالو مسوولیت دی

0
171

روغتیا وزارت وايي چې له روغتیایي سکتور سره مرسته د نړیوالو مسوولیت دی

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمري وایي، د هېواد د روغتیايي سکټور ۸۸ سلنه پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو د دې مرستو له بندېدو سره په ټول هېواد کې ۲،۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. عمري وایي، چې نړیوال په دې برخه کې مسؤلیت لري.

 

(2021 / 10 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د عامې روغتیا وزارت وایي، که نړیواله ټولنه په روغتیايي برخه کې په خپل وخت مرستې ونه‌کړي، نو په افغانستان کې به لوی بشري ناورین را منځ ته شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمري وایي، د هېواد د روغتیايي سکټور ۸۸ سلنه پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو د دې مرستو له بندېدو سره په ټول هېواد کې ۲،۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. عمري وایي، چې نړیوال په دې برخه کې مسؤلیت لري.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف د افغانستان د روغتیايي سکټور د ناسم حالت خبره کړې وه. یونېسف ویلي وو چې د خوارځواکۍ له امله نږدې یو ملیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې د سبمټمبر له پنځلسمې وروسته هغه مهال چې د افغانستان تېر نظام را وپرځول شو او پر ځای ئې طالبان واک ته ورسېدل؛  ملګرو ملتونو خبر ورکړ چې که د افغانستان خلکو ته په وخت مرستې چمتو او ور ونۀ رسېږي دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي.

 

Leave a reply