سنګن؛ هغه ولسوالي چې د افغانستان تر بل هر ځای څخه جګړې ډېره ځپلې ده

0
214

سنګن؛ هغه ولسوالي چې د افغانستان تر بل هر ځای څخه جګړې ډېره ځپلې ده

د وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې خبریال د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه پۀ یوه تازه خپاره شوي ريپوټ کې ویلي چې، سنګین هغه  ولسوالۍ ده چې د افغانستان تر بل هر ځای ډېرې جګړې پکښې شوې او د تر هر ځای څخه ډیره ځپل شوې ده.

 

 

(2021 / 10 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې خبریال د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ څخه پۀ یوه تازه خپاره شوي ريپوټ کې ویلي چې، سنګین هغه  ولسوالۍ ده چې د افغانستان تر بل هر ځای ډېرې جګړې پکښې شوې او د تر هر ځای څخه ډیره ځپل شوې ده.

دغۀ خبریال ویلي چې، سنګن هغه ولسوالۍ ده چې د جنګ ناوړه اغېز د یادې ولسوالۍ پر هر کور کې لیدل کېږي او دغې شل کلنې جګړې هر کور ته مالي او ځاني زیان اړولی دی.

ورځپاڼه زیاتوي؛ دا چې د هلمند سنګین ولسوالۍ تر بلې هرې ولسوالۍ او هر ځای څخه ډېرې جګړې ځپلې او خلکو ته ئې ډېر مالي او ځاني زیانونه اووښتی؛ نو پکار ده چې دولت او نړیواله ټولنه دغې ولسوالۍ ته پۀ ځتنګړي ډول توجه وکړي او د خلکو د ژوند د ښۀ کولو او هوسا کولو لپاره تر بل هر ځایه ډېر د دغې ولسوالۍ خلکو سره مرستې وشي.

سنګین د افغانستان پۀ جنوبي ولایت هلمند کې پرته هغه ولسوالۍ ده چې لۀ تېرو شلو کلونو را په دې خوا د جګړې او وژنو سخت راپورونه ترې خپرېدل.

دا لومړی ځل دی چې یوه بهرنۍ رسنۍ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ لپاره غږ اوچتوي چې جګړو سخته ځپلې تو باید مرستې ورسره وشي.

 

 

Leave a reply