د هند تر ولکې لاندې کشمیر سیمه کې پر هندي ځواکونه برید شوی دی

د هند تر ولکې لاندې کشمیر سیمه کې پر هندي ځواکونه برید شوی دی
هند وایي، پنځه عسکر یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له سخت دریځه وسلهوالو سره په نښته کې وژل شوي دي. د هند د پوځ یو ویاند ویلي، په جنوبي سورانکوټ سیمه کې د حکومت د وسلهوالو مخالفو ډلو د فعالیت د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته دې عسکرو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید ورباندې شوی دی.
(2021 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند وایي، پنځه عسکر یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له سخت دریځه وسلهوالو سره په نښته کې وژل شوي دي. د هند د پوځ یو ویاند ویلي، په جنوبي سورانکوټ سیمه کې د حکومت د وسلهوالو مخالفو ډلو د فعالیت د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته دې عسکرو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید ورباندې شوی دی.
ویاند زیاته کړه چې دا سرتېري په داسې حال کې چې سخت ټپیان شوي وو، د چورلکې په وسیله را ایستل شوي دي.
په کشمیر کې تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شوی چې د جمو او کشمیر د دوبي په مرکز سرینګر کې د تېرې اوونۍ د هدفي وژنو په دوام د هند پوځ عملیات پیل کړل.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر سیمه وخت نا وخت د ورته پېښو شاهده وي، چې د هند فوځ تل ویلي چې ژر به د دغو سیمو امنیت خوندي کړي او د ترهګریزو فعالبتونو مخه به ونیسي.






