طالبان روږدي کسان لۀ ښارونو د درملنې پۀ موخه ټولوي

0
82

طالبان روږدي کسان لۀ ښارونو د درملنې پۀ موخه ټولوي

طالبانو پۀ یوۀ تازه اقدام کې د افغانستان لۀ بېلابېلو ښارونو د رږدو کسانو ټولونه شروع کړې ده.

دوی وايي دغه کسان به تر بشپړې سلامتۍ وروسته خپلو کورنیو ته وسپاري.

 

(2021 / 10  /  12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

طالبانو پۀ یوۀ تازه اقدام کې د افغانستان لۀ بېلابېلو ښارونو د رږدو کسانو ټولونه شروع کړې ده.

دوی وايي دغه کسان به تر بشپړې سلامتۍ وروسته خپلو کورنیو ته وسپاري.

طالبانو څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت له ښار څخه خوا و شا اته سوه رودږي کسان د درملنې په موخه ټول کړی دي.

دغه کسان اوس د کندهار مرکزي زندان کې تر تداوۍ لاندې دي، که څه هم تر دې پخوا د کندهار مرکزي زندان کې خواوشا څلور زره کسه بندیان ساتل کېدل؛ خو د طالبانو له راتګ سره سم ټول بندیان خوشې شول، اوس د محدودو پۀ جینایي جرمونو ککړو بندیانو علاوه یاد زندان ته روږدي کسان د تداوۍ لپاره وړل کېږي.

کابل ولایت کې هم طالبانو ځینې روږدي کسان له سړکونو ټولوي او د تداوۍ لپاره ئې د پلچرخي زندان ته بیایي.

طالبان دغه کړنه د خلکو د خوندیتوب او له نشه یي موادو د روږدو کسانو خلاصون ګڼي.

بل خوا د روږدو کسانو کورنۍ بیا د طالبانو دغه کړنه ستايي او وايي چې دوی د دې توان نۀ درلود چې د کورنۍ خپل روږدي کسانو تداوي وکړی شي.

د کابل ولایت د ا.ا.ا یو چارواکي ویلي چې دوی به دغه چاره د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي او نیږدې راتلونکي کې به هېڅ روږدی کس څوک د سړک پر سر ونشي لیدلی.

 

Leave a reply