جي-۲۰ هېوادونه نن د افغانستان په اړه غونډه کوي
جي-۲۰ هېوادونه نن د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې هېواد یې سږ کال د ‘جي-۲۰’هېوادونو د غونډې مشري کوي ویلي، چې ټول غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپلې ګډې موخې وړاندې کړي.
(2021 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشبؤ راپور
د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو مشران نن د افغانستان په اړه غونډه کوي. دا ځانګړې سرمشریزه د هغه ناورین د ځوابولو لپاره را بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی.
د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې هېواد یې سږ کال د ‘جي-۲۰’هېوادونو د غونډې مشري کوي ویلي، چې ټول غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره خپلې ګډې موخې وړاندې کړي.
نوموړي ویلي، چې د غونډې له پیلېدو مخکې ، هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
تمه کېږي چې د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو په مشرانو سربیره، د قطر استازی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ملګري ملتونه په نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.
تر یادې غونډې وروسته ممکن ډېر ژر مسکو هم د افغانستان پۀ اړه غونډه راوبولي او د نړۍ او سیمې مهم هېوادونه د افغانستان په اړه تصمیم ونیسي.
که څه هم د دوو میاشتو په تېرېدو د ا.ا.ا تر اوسه هېڅ کوم هېواد هم پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو ځینو هېوادونو ویلي چې تمه کېږي ډېر ژر د ځینو هېوادو له خوا پر رسمیت وپېژندل شي.