په جلال آباد کښې د اسلامی امارت مشر او د پاکستان قونصل جنرل ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل په جلال آباد کې د پاکستان له قونسل عابدالله سره په ملاقات کښې د تورخم پولې اړوند مختلفو مسلو او ستونزو خبرې کړي دي.
د افغانستان اسلامی امارت د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل په جلال آباد کې د پاکستان له قونسل عابدالله سره په ملاقات کښې د تورخم پولې اړوند مختلفو مسلو او ستونزو خبرې کړي دي.
په ملاقات کښې په دې سیمه کښې د سوداګرو او نورو عام وګړو او په پوله د مسافرو ته راپیښ په ستونزو ی خبرې اترې کړي دي او ژمنه شوې ده چې سوداګرو او مسافرو لپاره به اسانتیاوې پیدا شي.
د جلال آباد ولي او د پاکستان په جلال آباد کښې نماینده ملاقات په داسې وخت کښې شوې دې چې د پوله هغه اړخ ته عوامي او افغان حکومتی چارې غوښتنه کوي چې پاکستاني چارواکي دې په ګنړ شمیر کښې افغان مریضان پاکستان ته د تلو اجازت ورکړي، د سرچینو ترمخې نن سبا څه ۳۰ یا ۴۰ افغان مریضان پاکستان ته اوړي ، افغانان غوښتنه کوي چې دا شمیره دې زیاته شي ځکه د افغانستان په تورخم په زرګونو شمیر کښې هغه افغان مریضان په انتظار کښې دې چې پاکستان ته د علاج لپاره تګ غواړي .
د تورخم بارډر د سرکاری سرچینو ترمخه په دې پوله روزانه ۳۰ نه تر ۴۰ پورې افغان مریضانو ته اجازت ورکول کیږي چې پاکستان ته راشي، په تورخم پوله څو ورځې وړاندې هم طالب مشرانو رسنیو سره خبرې کړې وی او غوښتنه ی کړې وه چې پاکستانی چارواکي باید په ګنړ شمیر کښې افغان مریضانو ته اجازت ورکړي چې پاکستان ته د علاج لپاره لاړ شي.
د تورخم سرچینو تورخم په افغانستان تورخم کښې په زرګونو شمیر کښې افغان مریضان راځي چې پاکستان ته راشی خو په دې مریضان کښې کم شمیر مریضانو ته اجازت ورکول کیږي او هغه پاکستان ته داخلیږي.
د پاکستان په طرف هم ځای مزدورانو په احتجاجی پرلت لاس پورې کړي دې ، د مزدورانو غوښتنه ده چې د تورخم پوله دې عام تګ راتګ لپاره پرانستل شي، د مزدروانو دریځ دې چې دلته کومه کارخانه یا د کرکروندې روزګار نشته او یواځې دا تورخم ی وسیله دې چې څه مزدوري وکړي او خپلو بچو لپاره څه خرچ خوراک وګټي. دوی غوښتنه کوي چې د تورخم پوله دې د عام تګ راتګ لپاره پرانستل شي.
د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل په جلال آباد کې د پاکستان له قونسل عابدالله سره پر دغو موصوعاتو وغږېد: د ويزو اسانه کول، په تورخم کې مسافرينو او سوداګرو ته د اسانتياوو برابرول، د جلال اباد-تورخم دويم سړک د پاتې چارو ارزول او پښتورګو روغتون ترميم. pic.twitter.com/rM0Knrn5k1
— BNA Pashto (@bnapashto) October 11, 2021






