ترکي بشري مرستې رالیږي

0
205


باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې داسې رپورټونه خپاره شوي دي چې د ترکي هیواد افغان اولس ته بشری مرستې رالیږي، یاده دې وی چې ترکي هغه هیواد دې چې د نیټو او امریکایی ځواکونو نه پس هم په کابل هوایی ډګر خدمتونه ترسره کوي.

د رپورټ مطابق د ترکي هیواد به افغانستان لپاره د ۱۰۰ ټن غنم را ولیږي، دا مرستې ترکي هیواد په داسې وخت کښې رالیږي چې د افغانستان اسلامی امارت مشرانو نن سبا په قطر هیواد کښې دي ، د بیله بیلو هیوادونو نمایندګانو سره ملاقاتونه کوي.
نن ی د المان چارواکو سره هم لینده کړي چې پکښې د جرمنی سفیر او ورسر د المان حکومت خصوصي استاز دا منلې او طالب مشرانو ته ی ویلي دي چې د افغانستان امارت اسلامی یو واقعیت او حقیقت دې.
په دې ملاقات کښې د امارت اسلامی مشرانو د المان حکومت د مرستو ستاینه کړي ده اوی د المان حکومت او ورسره د نړۍ نورو هیوادونو سازمانونو او نمایندګانو ته ور په ګوته کړې چې په افغانستان کښې به دوی ته مکمل امنیت وی او دوی دې په ډاډه زره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a reply