د هند لومړي وزیر د برېټانیا لۀ لومړي وزیر سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړي دي

0
52

د هند لومړي وزیر د برېټانیا لۀ لومړي وزیر سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړي دي

د افغانستان په اړه د دې دوو لوړپوړو چارواکو خبرې پر داسې مهال دي چې د بریتانیا او هند استازو تېره اوونۍ په جلا توګه له طا لبانو سره لیدلي دي او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو ځانګړې توګه پر بشري حقونو یې ورسره خبرې کړې دي.

 

(2021 / 10 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له خپل هندي سیال نریندرا مودي سره د افغانستان پر وضعیت ټلفوني خبرې کړې دي.

په دې ټلفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان له حکومت سره د تعامل برخه کې پر ګډ او منظم پلان او دغه راز له بشري حقونو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د افغانستان په اړه د دې دوو لوړپوړو چارواکو خبرې پر داسې مهال دي چې د بریتانیا او هند استازو تېره اوونۍ په جلا توګه له طا لبانو سره لیدلي دي او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو ځانګړې توګه پر بشري حقونو یې ورسره خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هند لومړي وزیر د افغانستان پۀ اړه د امریکا له ولسمشر جو بايډن سره خبرې کړې وې، نریندرا مودي په هغه لیدنه کې جو بایډن ته ویلي ؤ چې د افغانستان په اړه دوی د پاکستان اړیکې له سره وارزوي.

 

Leave a reply