د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو له انستیتوت څخه ليدنه ترسره کړی.

0
207

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو له انستیتوت څخه ليدنه ترسره کړی.

2 اپریل 2023 یکشنبه

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو له انستیتوت څخه ليدنه تر سره او ځينې نوې څانګې یې پرانستلې.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د غضنفر روغتيايي علومو انستیتوت له اداري پرسونل استادانو او يو شمير محصلینو سره له نږدې وليدل او هغوۍ يې د طبي زده کړو په برخې کې لا زيات کار او مطالعې ته وهڅول.

ډاکټر قلندر عباد ټولو حاضرينو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په وينا يې هڅه يې دا ده چې د نيمه طبي زده کړو په برخه کې په نړيوال معيار بدلون را منځته کړي.

اړوند موضوعات

عامې روغتیا وزارت: افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو دوه ورځینی کنفرانس په اسلام اباد کې پیل شو.

 

د غونډې په پای کې د محصلينو د عملي زده کړو لپاره د يو شمير نويو جوړو شويو څانګو د پرانستې مراسم تر سره او د مسؤولینو سره د لا نورې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Leave a reply