د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین د یو چینایي شرکت له مسؤلینو سره له ګازو څخه د بریښنا پر تولید خبرې اترې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین د یو چینایي شرکت له مسؤلینو سره له ګازو څخه د بریښنا پر تولید خبرې اترې کړي.
2 اپریل 2023 یکشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د انرژۍ معین ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د چین هېواد د Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یاده لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
همدا راز په یاده لیدنه کې له ګازو څخه د برېښنا د تولید پروژې د چارو د پرمخ وړلو او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل د چټکتیا په هکله خبرې وشوې.
د انرژي معین په خپلو خبرو کې له یاد شرکت سره د وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ او د چارو د چټکتیا په موخه یې اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره کتلي.
د یادونې وړه ده، چې له یاد شرکت سره تر دې مخکې هم له ګازو څخه د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په موخه د ګډو همکاریو تړون لاسلیک شوی دی.