د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره کتلي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره کتلي.
23 فبروري 2023
د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیرملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره کتلي او د هغوی غوښتنې یې اوریدلي دي.
په یاده لیدنه کې د پغمان ولسوالي مشرانو د دې ولسوالي د خلکو ستونزي د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د اوبو د مدیریت د پراختیایي پروژو د پلې کېد و غوښتنه یې وکړه.
اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د پغمان ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د یادې ولسوالي د خلکو ستونزو ته به رسیدګي وشي.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یو شمیر ترکي پانګوالو سره د انرژۍ د تولید د پانګونې په اړه خبرې کړي.
ښاغلي منصور زیاته کړه، چې په پغمان ولسوالي کې د اړتیا وړ پروژو د څېړلو لپاره به یو تخنیکي پلاوی وټاکي ترڅو په یاده ولسوالي کې د اوبو د مدیریت پروژو د سروي لپاره اړین تخنیکي مطالعات پیل کړي





