په پکتیا کښې طالبانو انسان تښتوونکي کسان نیولي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان سرکاري رسنې باختر نیوز ایجنسي یورپورټ مطابق د افغانستان اسلامی امارت مسولینو د پکتیا نه خبر ورکړې دې چې په دې ولایت کښې ی داسې کسان نیولي چې په انسان تښتونه کښې ککړوو.
د رپورټ مطابق طالب مشران وای چې د مرکز ګردېز تېرې ښوونځي ته څېرمه ی دوه انسان تښتوونکي کسان ونیول ، په رپورټ کښې زیاتوي چې د انسان تښتوونکې د منګولو نه ی یو ماشوم هم ژغورلې دې او انسان تښتوونکي کسان ی زندان ته اچولی دي چې عدالت به ددوی فیصله وکړي.
یاده دې وي چې امارت اسلامی پولیس او نور امنیتي چارواکی نن سبا په بیله بیلو عملیاتو کښې بوخت دي، په تیر لنډو ورځو کښې ی په کابل کښې یو د داعش ډلې په استعمال کښې یو مرکز د منځه ختم کړو او په مرکز ی د داعش ډلې کسان هم اووژل شول.
دا خبره هم د یادونې وړه ده چې طالبانو په ولایتونو کښې د داعش ډلې په ضد عملیات پیل کړي دي، ډیر کسان ی د داعش سره په اړیکو تور کښې نیولي دي. طالب مشرانو وایی دوی توان لری چې په افغانستان کښې د داعش ډلې په ضد کاروایی وکړي او ددې هیواد نه ی ختمه کړي.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې تېره شپه یې د مرکز ګردېز تېرې ښوونځي ته څېرمه دوه انسان تښتوونکي نیولي او د دوی له منګولو یې یو ماشوم آزاد کړی دی. pic.twitter.com/OPvLCT9h6B
— BNA Pashto (@bnapashto) October 11, 2021