د امارت اسلامی وزیرخزانه اهم ملاقات

0
43

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د خزانې وزیر مولوی هدایت بدري د یو این ډي پی د افغانستان لپاره نماینده سره ملاقات کړې دې.
د امارت اسلامی وزیرخزانه او د ملګری ملتونو د پرمختاییی ادارې یو این ډي پي نماینده ترمینځ په اهمو مسلو او په افغانستان کښې روانو او نور پرمختایی پروژو په اړه ټینګار شوې دې.

یاده دې وی چې دا ملاقات د امارت اسلامی افغانستان د وزیر او ملګری ملتونو نمانیده په داسې وخت کښې شوې چې د هم ددې ملګري ملتونو ادارې یونیسیف په یو خبر کښې خبردارۍ ورکړې دې چې په افغانستان کښې خوارځواکۍ له وجهې د لکونو افغان ماشومانو ژوند ته ګواښ راپیښ دې.
د رپورټ مطابق په افغانستان کښې سږکال لسو لکو ماشومانو د خوارځواکۍ له وجهې خپل ژوند بایللې دې او د یونیسیف ادارې مشرانو غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کښې د د ماشومانو ژوند بچولو لپاره ګوټلي ګامونه واخستل شي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د بهرنی هیواد یو رسنې سره په مرکه کښې ویلي دي چې افغانستان کښې جنګونو له وجهې ډیره بربادي شوې دې او دا هیواد د نړۍ یواځي نه پریږدي او ددې هیواد حکومت سره د خبرې وشي او دافغان اولس سره دې بشري مرستې هم جاري وساتل شي.

Leave a reply