یو شمېر دولتي شرکتونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول

0
107

یو شمېر دولتي شرکتونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول

د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست او د مالیې وزارت د وړانډيز پر بنسټ د کاري بهیر روان ساتلو او نظم راتلو په موخه یو شمېر دولتي شرکتونو ته نوي رئیسان ور وپېژندل سول.

 

(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست او د مالیې وزارت د وړانډيز پر بنسټ د کاري بهیر روان ساتلو او نظم راتلو په موخه یو شمېر دولتي شرکتونو ته نوي رئیسان ور وپېژندل سول.

نوي ګومارل شوي رئیسان لاندې کسان دي:
۱- اینجنر فرید احمد حافظ، د هوټلونو دولتي شرکت د سرپرست رئیس په توګه معرفي سو. نوموړی د اقتصاد په برخه کي لیسانس او په فایننس کي ماسټري لري.
۲- غلام عمر عبدالله، د مکروریانونو د حفظ او مراقبت ریاست د سرپرست رئیس په توګه، نوموړی د ریاضیاتو او احصائې په برخه کي ماسټري لري.
۳- مولوي عبدالرزاق رفیع، د ارزاق دولتي شرکت د سرپرست رئیس په توګه د یادي ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ا.ا.ا ځینو ادارو ته نوي رئیسان معرفي کړي ؤ چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوي ؤ او داسې ویل کېدل چې دغه ټاکنې غیر مسلکي او کار اهل کار ته نۀ سپارل دي.

 

Leave a reply