هسپانیا له افغانستان څخه د خپلو هغو وګړو د وېستلو لېږد پیل کړی چې له دوی سره ئې کار کاوۀ

هسپانیا له افغانستان څخه د خپلو هغو وګړو د وېستلو لېږد پیل کړی چې له دوی سره ئې کار کاوۀ
هسپانیا له افغانستان څخه د خپلو او هغو وګړو د لېږد بهیر پیل کړی دی چې له دوی سره یې کار کړی و. د هسپانیا د دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز ویلي چې له افغانستان څخه یې د هغو کسانو د ایستلو ماموریت پیل کړی دی چې له دغه هېواد سره یې مرسته کړې ده او کار یې ورسره کړی دی.
(2021 / 10 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هسپانیا له افغانستان څخه د خپلو او هغو وګړو د لېږد بهیر پیل کړی دی چې له دوی سره یې کار کړی و. د هسپانیا د دفاع وزیرې مارګریتا روبیلز ویلي چې له افغانستان څخه یې د هغو کسانو د ایستلو ماموریت پیل کړی دی چې له دغه هېواد سره یې مرسته کړې ده او کار یې ورسره کړی دی.
هغې زیاته کړې چې هسپانیا هیڅوک هم نا امیده تر شا نه پرېږدي. که څه هم هسپانیا د دې ماموریت په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو یو هسپانوي اژانس ویلي چې دا هیواد پلان لري څو څه باندې ۲ سوه افغانان د پاکستان د لارې را وباسي.
تر دې وړاندې امریکا او برېټانیا لۀ افغانستان څخه د وتلو پر مهال ۱۲۰ زره افغانان د تخلیې ماموریت کې ایستلي ؤ، چې اوس امریکا د یاد ماموریت د غلط مدیریت او د غیر اړمنو کسانو ایتسلو باندې تورنه ده او یو شمېر امریکايي پخواني لوړ پوړي چارواکي وايي چې امریکا/ د بایډن ادارې د تخلیې ماموریت لپاره باید منظم پلان برابر کړی وای.






